6 هغوئ وائى چې، منډه کړئ او ځان بچ کړئ او په صحرا کښې د ځنګلى بوټو په شان شئ.
بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
هغه د بيابان د هغه بوټى په شان دے، کۀ څۀ هم چې خير وى خو هغوئ ته به مِلاو نۀ شى. ځکه چې هغه به د بيابان په خشکه او مالګينه زمکه کښې شوے وى، چرته چې نور څۀ نۀ کيږى.
د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.
ګڼ خلق بهر راووتل چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.