5 هغوئ لوحيت ته په بره تلو سخته ژړا کوى، او حورونايم ته په ورکوزېدو سره د تباهۍ د درزار او شور په اورېدو هغوئ په چغو چغو ژړا کوى.
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
د حورونايم نه د چغو آوازونو ته غوږ شئ، د لوئې تباهۍ درزار او آوازونه اورېدلے کيږى.
موآب به ټول تباه شى، د هغې واړۀ ماشومان به په تېزه چغې وهى.