يرمياه 48:47 - Pakistani Yousafzai Pashto47 خو زۀ به بيا موآب په راتلونکى وخت کښې دوباره بحال کړم، مالِک خُدائ فرمائى.“ نو دلته د موآب په حقله د يرمياه نبى پېشګوئې ختمه شوه. Faic an caibideil |
ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.