46 په تا دې افسوس وى اے موآبه. د کموس بُت عبادت کوونکى تباه شول، ستاسو زامن مُلک بدر شول او ستاسو لوڼه ونيولے شوې او جلاوطن کړے شوې.
هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه.
يوسياه هغه علاقائى عبادتخانې ناپاکې کړې چې سليمان بادشاه د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته او د زيتُونو غرۀ جنوبى طرف ته د بېکاره بُتانو عبادت دپاره جوړې کړې وې، يعنې د صيدان عستاراتې بُت، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک.
د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.
نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيتايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.
دا چې تا اے موآبه په خپلو اعمالو او دولت باندې باور کولو، نو تاسو به هم ګرفتار شئ، او ستا بُت کموس به هم د خپلو اِمامانو او نورو خادِمانو سره جلاوطن کړے شى.
د موآب خلقو ستاسو دپاره دا څومره خرابه خبره ده. د کموس عبادت کوونکو تاسو تباهۍ له راوستلے شوى يئ. ستاسو خُدائ خلق مهاجر جوړ کړى دى او ستاسو ښځې د اموريانو د بادشاه قېديانې شوې دى.
چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى.