39 هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“
نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيتايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.
اے د موآب دوستانو او ګاونډيانو په دۀ باندې ماتم وکړئ، تاسو څومره چې د هغۀ د شُهرت او نوم نه واقف يئ، نو ووايئ چې، افسوس د موآب د شان او شوکت امسا ماته شوه او د هغې ټول طاقت تس نس شو.
افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.
افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.
وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو.