Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 48:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په موآب باندې مے وڅښئ او نشه يې کړئ، ځکه چې هغۀ خپل ځان په ما اوچت ګڼلو، پرېږده چې اوس هغه په خپلو اولټو کښې ورغړى، او پرېږده چې هغه د خلقو د خندا شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 48:26
37 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.


ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.


مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، هغوئ پورې خندا کوې، تۀ په دوئ ټولو غېر قومونو پورې مسخرې کوې.


تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.


د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده، چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده، هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.


خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“


خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې.


خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“


مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.


د هغوئ ټول مېزونه په اولټو ګنده دى او يو ځائ هم په کښې صفا نشته.


حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.


ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.


ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“


هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“


موآب به نور يو قوم پاتې نۀ شى ځکه چې هغوئ خپل ځان د مالِک خُدائ نه لوئ تصور کړو.


ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.


خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


بابل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.


هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى.


هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.


اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.


دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.


تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې.


خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى.


هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.


او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan