25 مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“
تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.
لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان، هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.
او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى، خو د صادقانو به حفاظت وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم، خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.
هغۀ په خپل قهر و غضب کښې د اِسرائيلو ټول طاقت ختم کړو. کله چې دشمن حمله وکړه نو مالِک خپل ښے لاس د هغوئ مدد نه وروستو کړو. هغه په اِسرائيل کښې لکه د اور لمبه شو او ګېرچاپېره هر يو شے يې وسوزولو.
کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بېپرواهۍ سره لافې کولې.
دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے.
بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.
د روبين قبيلې دا ښارونه بيا جوړ کړل، حسبون، اِلىعالى، قِريَتائم،