20 هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.
د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى.
د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.