Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 48:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 48:19
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو،


او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوايل د قبيلې وو. دا قبيله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده.


د جاد قبيلې د ديبون، عطاروت او د عروعير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل.


مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.


يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،


بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟


سړى ورته ووئيل، ”زۀ نن د جنګ نه راتښتېدلے يم.“ عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، څۀ شوى دى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan