16 د موآب د ختمېدو اَنجام رانزدې شوے دے، او د هغۀ بربادى زر راتلونکى ده.
ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د بابل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“
مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“
هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.
نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.