Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 48:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو هغه ورځې راروانې دى، مالِک خُدائ فرمائى چې، کله به زۀ خلق ورولېږم چې موآب د لوښى نه رابهر کړى. او هغوئ به هغه د لوښى نه لکه د ميو په شان توئ کړى او لوښى به زره زره کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 48:12
14 Iomraidhean Croise  

د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“


د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.


دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“


مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغه کسان چې تا خپل ځان سره بوتلى دى د هغوئ په وړاندې دا منګے چې تا سره دے مات کړه.


اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.


نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.


موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو.


تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے.


اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan