Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 48:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 48:11
16 Iomraidhean Croise  

د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى، مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.


خُدائ پاک چې د ازل نه په تخت ناست دے، هغه به زما سوال واورى او هغوئ له به شکست ورکړى. کوم خلق چې خپلې لارې نۀ بدلوى، او د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.


زمکه به په مکمل طور ورانه ويجاړه او لوټ کړے شى، مالِک خُدائ دا هر څۀ فرمائيلى دى.


د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.


ما په هغه وخت کښې تاسو ته خبردارے درکړو کله چې تاسو ښۀ په آرام وئ، خو تاسو ووئيل، مونږ مۀ تنګوه. د ځوانۍ نه ستاسو هم دا عادت وو، تاسو زما تابعدارى نۀ ده کړې.


خو هغه ورځې راروانې دى، مالِک خُدائ فرمائى چې، کله به زۀ خلق ورولېږم چې موآب د لوښى نه رابهر کړى. او هغوئ به هغه د لوښى نه لکه د ميو په شان توئ کړى او لوښى به زره زره کړى.


مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بې‌حده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو.


”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“


هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.


اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.


زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.


خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan