يرمياه 47:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى. Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.