Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 47:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 47:1
11 Iomraidhean Croise  

د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.


سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.


اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.


او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،


”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بې‌رحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه.


نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د فلستيانو خلاف خپل لاس ورغزوم، او زۀ به چريتيان ختم کړم او څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى هغوئ به تباه کړم.


اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan