يرمياه 46:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى. Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.