Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 46:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 46:4
11 Iomraidhean Croise  

عُزياه د لښکر دپاره د ډالونو، نېزو، د کلکو ټوپو، زغرو، ليندو، غشو او د ليندو دپاره د کاڼو بندوبست وکړو.


د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو،


اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.


”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.


خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.


د بابل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.


”او تۀ اے بنى آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ د عمونيانو او د هغوئ د ګستاخۍ کولو په حقله فرمائى چې، تُوره د حلالېدو دپاره راوويستلے شوه، هغه د قتلولو دپاره پالش کړے شوه او لکه د برېښنا ځليږى.


د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ.


بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه.


د هغۀ په سر د زېړو جنګى ټوپۍ وه او د زېړو فوجى زغره يې اغوستې وه چې درې کم شپېتۀ کېلو وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan