3 ”خپل غټ او واړۀ ډالونه تيار کړئ او د جنګ دپاره راوځئ.
ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“
”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.
د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ.
اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه.
د محاصرې دپاره اوبۀ ډکې کړه، او خپلې مورچې مضبوطې کړه. خټه جوړه کړه، په پښو يې نرمه کړه، د خښتو د جوړولو دپاره يې تياره کړه.