Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 46:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 46:25
16 Iomraidhean Croise  

په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“


اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى.


په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف يم. زۀ به د هغۀ دواړه لاسونه مات کړم، روغ او مات دواړه لاسونه به يې مات کړم، او تُوره به د هغۀ د لاس نه وغورزوم.


مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan