Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 46:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 46:22
13 Iomraidhean Croise  

دوئ د هغه کسانو په شان ښکارى چا چې خپل تبرُونه اوچت کړى وى چې په هغوئ د ټولو نه غټې ونې راوغورزوى.


خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“


د سبر ونې او د لبنان د دِيار ونې په هغه بادشاه باندې خوشحاله دى چې د چا بادشاهى ختمه شوې ده، ځکه چې داسې څوک نشته چې دا ونې ووهى.


بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.


د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بې‌شمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.


د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.


مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بې‌شمېره دے.


په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم.


قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.


فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول.


هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan