Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 46:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 46:18
20 Iomraidhean Croise  

شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،


بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.


خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.


موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے،


اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.


قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو،


دا سرحد د تبور، شخصومه او بيت‌شمس سره هم لګېدو او د اُردن سره ختم وو. په دې کښې شپاړس ښارونه شامل وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.


کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے،


يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan