17 نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.
نو د بِنحدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“
اخىاب بادشاه ورته ووئيل، ”بِنحدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“
هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“
خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.
دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.
د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.
د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“