16 هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو.
د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.
تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.
د بابل خلق په پټو کښې د تخم کَرلو او فصل رېبلو نه منع کړئ، د ظالمانو د ظلم د وجې نه دې ټول غېر مُلکيان خپلو خلقو او خپل مُلک ته واپس لاړ شى.“
مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.