Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 45:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 45:3
28 Iomraidhean Croise  

”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.


افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم، زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.


زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.


ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم، موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.


ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.


سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.


مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.


کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.


”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې،


نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بې‌هوشه دے.


”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.


هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.


د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بې‌قراره شوے دے.“


دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.


نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.


نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.


نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.


زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan