Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 45:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 45:2
8 Iomraidhean Croise  

هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.


تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى.


خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“


هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.


خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،


ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan