5 خو هغوئ د نبيانو خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه، او هغوئ د خپلو هغه بد عملونو نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې غېر معبودانو ته خوشبو سوزول بند کړل.
خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.
ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.
اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“
دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى.
زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“
نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى.
خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.
مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.
خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې.