Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:30
11 Iomraidhean Croise  

ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.


زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د بابليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،


مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.


”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى.


د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan