Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:28
20 Iomraidhean Croise  

خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى، او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.


صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.


اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.


نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.


زۀ به هغوئ ته په مِصر کښې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې ورته په يروشلم کښې په جنګ، قحط او وبا سزا ورکړې وه.


د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.


”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“


خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو تاسو ولې د مالِک خُدائ نافرمانى کوئ؟ تاسو به کامياب نۀ شئ.


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan