Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:23
24 Iomraidhean Croise  

نو خلق به وائى چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے وو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نور خُدايان راټينګ کړل او د هغوئ عبادت او خِدمت يې وکړو. نو دا ځکه مالِک خُدائ ورباندې دا تباهى راوستې ده.“


هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“


د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى


څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى


خلاصون د بدعملو نه لرې دے ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى


هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.


خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.


هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،


لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.


خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.


خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“


”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى،


”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟


ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.


تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.


يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.


څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.


نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېر‌يهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ.


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan