Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو ښځو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل چې، ”ولې ستاسو دا خيال دے چې ګنې زمونږ خاوندانو ته دا پته نشته چې مونږ آسمانې مَلِکې ته خوشبوئى وسوزوله، د څښلو نذرانه او هغه روټۍ چې پرې مو د هغې شکل جوړ کړے وو پېش کړه؟ نه، بلکل داسې نۀ ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:19
14 Iomraidhean Croise  

چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.


د اخى‌اب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.


هغۀ د اخى‌اب بادشاه او د اِسرائيل نورو بادشاهانو په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، ځکه چې هغۀ د اخى‌اب يوه لور وادۀ کړې وه. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،


په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.


د سړو او ښځو يوه لويه ډله چې په هغوئ کښې ځينې کسان په دې موضوع خبر وُو چې د هغوئ ښځو بُتانو ته خوشبويۍ سوزولې او ورسره هغوئ هم څوک چې په شمالى او جنوبى مِصر کښې اوسېدل يرمياه ته يې ووئيل چې،


نو بيا يرمياه هغه ټولو سړو او ښځو ته وفرمائيل چا چې يو شان جواب ورکړے وو،


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده.


خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan