Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:18
8 Iomraidhean Croise  

هغۀ د دمشق معبودانو ته قربانۍ پېش کړې، چا چې هغۀ له شکست ورکړے وو. هغۀ ووئيل، ”د شام معبودانو د خپلو بادشاهانو مدد وکړو، نو کۀ زۀ هغوئ ته قربانۍ پېش کړم، نو کېدے شى چې زما هم مدد وکړى.“ نو په دې وجه په هغۀ او د هغۀ په قوم باندې تباهى راغله.


زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“


نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.


او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan