Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:17
32 Iomraidhean Croise  

هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.


هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.


هغۀ د دمشق معبودانو ته قربانۍ پېش کړې، چا چې هغۀ له شکست ورکړے وو. هغۀ ووئيل، ”د شام معبودانو د خپلو بادشاهانو مدد وکړو، نو کۀ زۀ هغوئ ته قربانۍ پېش کړم، نو کېدے شى چې زما هم مدد وکړى.“ نو په دې وجه په هغۀ او د هغۀ په قوم باندې تباهى راغله.


زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.


مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو، مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.


دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“


او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“


نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.


نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.


نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.


بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.


زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“


”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو او ستاسو ښځو ووئيل چې، مونږ به ضرور خپلې وعدې پوره کوُو او آسمانې مَلِکې ته به د خوشبو سوزولو او د څښلو نذرانې پېش کوُو. نو تاسو چې څۀ کول نو هغه وکړئ او خپله وعده او منښته هغې ته پوره کړئ.


ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟


ولې تۀ هغه څۀ نۀ وينې چې کوم هغوئ د يهوداه په ښارونو کښې او د يروشلم په کوڅو کښې کوى؟


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“


خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.


بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو.


هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.


په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى.


خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده.


کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.


بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى.


خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ.


د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.


نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بې‌فائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،


هغې ورته ووئيل، ”کۀ تا د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى نو تا چې څۀ وئيلى دى نو هم هغه شان ما سره وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا دشمنانو عمونيانو نه بدل واخستلو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan