Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:14
16 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے.


هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.


اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.


نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.


نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“


خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.


زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.


اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟


نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan