Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 44:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 44:10
38 Iomraidhean Croise  

”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“


او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،


خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.


هغه د خپلو مصيبتونو په وجه عاجز شو او مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته راوګرځېدو او هغۀ ته يې د مدد دپاره سوال وکړو.


د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


نو تۀ پښېمانه شوې او د خُدائ پاک په حضور کښې دې خپل ځان عاجز کړو، کله چې تا واورېدل چې هغۀ د دې ځائ او خلقو خلاف خبرې وکړې. کله چې تا خپل ځان زما د وړاندې عاجز کړو او خپلې جامې دې وشلولې او زما په حضور کښې وژړل، نو ما ستا دعا واورېدله، مالِک خُدائ فرمائى،


مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بې‌حوصلې وى.


پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.


هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.


نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.


خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې.


خو ما ته پته ده چې تۀ او ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“


هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى.


د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.


بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.


د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.


اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه.


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.


هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،


خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.


بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.


دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“


خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.


کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“


خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى.


دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.


نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.


اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan