9 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې،
د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بېعزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بېعزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بېعزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“
نو يشعياه هغوئ ته وفرمائيل، ”خپل نېک ته ووايئ چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، چې د اسور بادشاه نوکرانو په هغې کښې زما ګستاخى کړې ده.
يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.
نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو،