22 نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“
خو په فِرعون باندې اعتماد سره به تاسو رسوا شئ او په هغۀ باندې بهروسۍ سره به تاسو بېعزته شئ.
زۀ به په هغوئ جنګ راولم، لوږه او وبا به پرې راولم، تر هغې پورې چې هغوئ به په هغه مُلک کښې ختم کړم کوم چې ما دوئ او د دوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“
نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.
او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى.
زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى.
نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.
هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.
ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.