Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 42:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 42:17
7 Iomraidhean Croise  

زۀ به په هغوئ جنګ راولم، لوږه او وبا به پرې راولم، تر هغې پورې چې هغوئ به په هغه مُلک کښې ختم کړم کوم چې ما دوئ او د دوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“


”مالِک خُدائ فرمائى چې، هر څوک چې په دې ښار کښې ايسار شى نو هغوئ به په جنګ، قحط او د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې خپل ځان بابليانو ته حواله کړى، نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.


نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ


نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“


صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ.


تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan