Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 42:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 42:16
13 Iomraidhean Croise  

مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.


نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.


خو کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې پېغام نه اِنکار وکړئ، او کۀ چرې تاسو ووايئ چې، نه، مونږ به دلته نۀ پاتې کيږُو،


زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى.


تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“


خو کۀ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نافرمانى وکړئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو او قانون باندې په وفادارۍ سره عمل نۀ کوئ کوم چې زۀ نن درکوم، نو دا لعنتونه به په تاسو راشى او په تاسو به غالِب شى.


مالِک خُدائ به تاسو په خورېدونکو بيمارو، په پړسوب او تبه باندې آخته کړى، هغه به سره د توروالى او د پشم د بيمارۍ اوچ کالى او سخته ګرمى راولى. دا افتونه به تر مرګه پورې تاسو سره وى.


دا ټول افتونه به په تاسو راشى او دا افتونه به ستاسو تر تباهۍ پورې تاسو سره وى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه او په هغه ټول قانون باندې تاسو عمل ونۀ کړو چې هغۀ درکړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan