Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 42:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 42:15
8 Iomraidhean Croise  

د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.


نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.


نو بيا يرمياه ټولو ناريناؤ او زناناؤ ته وفرمائيل چې، ”اے د يهوداه خلقو تاسو څوک چې په مِصر کښې اوسېږئ د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.


هغه به يوه منصوبه جوړه کړى چې د خپل ټول سلطنت د زور سره راشى او هغه به د جنوب د بادشاه سره اِتحاد وکړى. او خپله لور به هغۀ ته وادۀ کړى د دې دپاره چې سلطنت تباه کړى، خو د هغۀ منصوبه به کاميابه نۀ شى او نۀ به فائده ورکړى.


هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan