Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 42:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 42:14
15 Iomraidhean Croise  

او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“


خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“


خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.


تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.


کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.


واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.


ترڅو پورې به زۀ د جنګونو دا جنډې ګورم او ترڅو پورې به د بيګلو آوازونه اورم؟


هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيت‌لحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.


خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.


مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“


نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“


دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan