اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.
نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.