7 خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول.
د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو.
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بېکاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې.
بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بېګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.
د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بېاِنصافه ګټه وکړى.
د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى.