3 اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه بابليان فوجيان هم چې هلته وُو.
خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.
حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.
نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،
هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بېوفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.