17 هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيتلحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.
خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،
اے د يهوداه ژوندى پاتې شوى خلقو، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائيلى دى چې مِصر ته مۀ ځئ. زۀ چې دا خبردارے نن تاسو ته درکوم دا مۀ هېروئ.
يوحنان او نورو مشرانو ځان سره ټول خلق بوتلل څوک چې د نزدې مُلکونو نه راواپس شوى وُو کوم ځائ ته چې دوئ خوارۀ شوى وُو.
خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.