15 خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.
او هر فوجى يو يو دشمن ووژلو. شاميان وتښتېدل، اِسرائيليان ورپسې وُو، خو بِنحدد او د هغۀ ملګرى په آسونو باندې وتښتېدل.
خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.
چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.
او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.
نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“
په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.