يرمياه 41:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله، Faic an caibideil |
کۀ چرې تا دا فېصله کړې وى چې دلته پاتې شې، نو بيا جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته واپس لاړ شه. هغه د بابل بادشاه له طرفه د يهوداه حکمران مقرر شوے دے. د هغه خلقو سره پاتې شه په چا چې هغه حکومت کوى. خو دا ستا خوښه ده، چرته دې چې زړۀ غواړى هلته لاړ شه.“ نو بيا نبوزردان يرمياه ته څۀ خوراک او پېسې ورکړې او هغۀ ته يې ووئيل چې لاړ شه.