Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 40:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 40:6
8 Iomraidhean Croise  

بيا آسا بادشاه د ټول يهوداه نه سړى راغونډ کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې هغه کاڼى او لرګى راوړئ چې کوم بعشا په راما کښې استعمالول او هغوئ دا د جبعه او د مصفاه ښارونو نه د پَخو دېوالونو تاوولو دپاره استعمال کړل.


حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.


هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،


دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل،


مصفاه، کفيره، موضه،


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan