Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 40:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کۀ چرې تا دا فېصله کړې وى چې دلته پاتې شې، نو بيا جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته واپس لاړ شه. هغه د بابل بادشاه له طرفه د يهوداه حکمران مقرر شوے دے. د هغه خلقو سره پاتې شه په چا چې هغه حکومت کوى. خو دا ستا خوښه ده، چرته دې چې زړۀ غواړى هلته لاړ شه.“ نو بيا نبوزردان يرمياه ته څۀ خوراک او پېسې ورکړې او هغۀ ته يې ووئيل چې لاړ شه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 40:5
24 Iomraidhean Croise  

او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،


نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،


او هغۀ خِلقياه، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عبدون، د دربار منشى سافن او د بادشاه مدد کوونکى عساياه له دا حُکم ورکړو،


عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.


کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په يقين سره به زۀ ستا ښۀ مقصد دپاره خيال وساتم، يرمياه. او په يقين سره ستا دشمنان به ستا نه دا وغواړى چې تۀ د تکليف او مصيبت په وخت کښې د هغوئ دپاره ما ته سوال زارى وکړې.


خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.


حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.


خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.


هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،


نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.


نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.


په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.


خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى.


هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.


نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan