3 لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.
کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه، او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل. خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې، نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول.
تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
نو کله چې د ډېرو قومونو خلق په دې ښار باندې تېريږى نو بيا به د يو بل نه دا تپوس کوى چې، مالِک خُدائ ولې د دې لوئ ښار سره داسې سلوک وکړو؟
”لاړ شئ او د ايتهوپيا عبيدمَلِک ته ووايئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ښار سره هر هغه څۀ وکړم لکه څنګه چې ما هغوئ ته دهمکى ورکړې ده. زۀ به په هغوئ باندې افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. تۀ به د هغوئ تباهى وګورې،
دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“
هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.
نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بېرحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے.