2 د فوج کمانډر يرمياه ته آواز وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا مقدس رب دا تباهى په دې مُلک نازله کړې ده.
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.
خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما حُکمونه ونۀ منل، نو تاسو ته به سزا مِلاو شى.
خو کۀ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نافرمانى وکړئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو او قانون باندې په وفادارۍ سره عمل نۀ کوئ کوم چې زۀ نن درکوم، نو دا لعنتونه به په تاسو راشى او په تاسو به غالِب شى.
نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.
کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو.