16 خو جدلياه يوحانان ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ تا په سختۍ سره منع کوم دا کار مۀ کوه. تۀ چې د اِسمٰعيل په حقله څۀ وائې نو هغه رښتيا نۀ دى.“
نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.
نۀ بېادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.